د ډاکتر ناکامورا په سياحتي پارک کې شانداره مشاعره تر سره سوه.

Nov 10, 2022 - 22:08
 8
د ډاکتر ناکامورا په سياحتي پارک کې شانداره مشاعره تر سره سوه.
د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست وايي، د دغه رياست په نوښت او د شګې ادبي او کلتوري ټولنې او IPSO ادارې په همکارۍ د ډاکتر ناکامورا په سياحتي پارک کې يوه شانداره مشاعره جوړه سوه.
د مسؤلينو په خبره، ياده مشاعره چې د تر سرليک لاندې د ښېوې ولسوالۍ د شګې لوی کلي په جاپاني پارک کې جوړه سوې وه، په څنډه کې يې يو انځوريز نندارتون هم پرانېستل سو.
سکون راډیو