د فاریاب مرکز میمنې ښار د یو جومات مخته چاودنې یو شمېر کسان ټپیان کړي دي.

Feb 8, 2023 - 16:59
 5
د فاریاب مرکز میمنې ښار د یو جومات مخته چاودنې یو شمېر کسان ټپیان کړي دي.
یوې سرچینې د نوم نه خپرېدو په شرط رسنیو ته وویل چې دغه چاودنه نن چهارشبه فبرورۍ اتمه (سلواغې ۱۹) د میمنې ښار د «امام ابوحنیفه جومات» مخته د ماسپښين لمانځه پرمهال رامنځته سوې ده.
سرچینې وویل چې دغه چاودنه په یو موټر سایکل کې د ځای پر ځای سوو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته سوې ده.
پر همدې مهال په فاریاب کې د ا.ا.ا سیمه ییزو مسؤلینو دغه چاودنه تائید کړې خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.
هغوی ویلي چې په دې اړه یې څېړنې پيل کړي دي.
بلخوا یو شمېر سیمه ییزو رسنیو په یاده چاودنه کې د دری سرتیرو په ګډون د پنځو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
تر دا مهاله د دغه چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
سکون راډیو