بهرنيو چارو وزارت پر پاکستاني چارواکو ږغ کړی، چې د افغان مهاجرینو د حقونو درناوي ته ژمن پاتې سي.

Nov 10, 2022 - 19:43
 3
بهرنيو چارو وزارت پر پاکستاني چارواکو ږغ  کړی، چې د افغان مهاجرینو د حقونو درناوي ته ژمن پاتې سي.
د ‏بهرنیو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره پاکستان کې له افغان مهاجرینو سره د پولیسو ناسم چلند په غبرګون کې ويلي، چې پاکستاني چارواکي بايد د افغان مهاجرینو د حقونو درناوي ته ژمن پاتې سي، هلته له تلونکو او مېشتو افغانانو سره د ناوړه چلند مخنیوی وکړي او د مسلمان ګاونډي په توګه د افغانانو ښه کوربه‌توب وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې هر ورځ په پاکستان کې له افغان مهاجرو سره د پوليسو له خوا بد چلند کيږي او زاندانانو ته استول کيږي.
سکون راډیو