د فراه په بکواه ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه او ۱٦ نور ټپيان سوي دي.

Jan 2, 2023 - 14:20
 12
د فراه په بکواه ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه او ۱٦ نور ټپيان سوي دي.
د فراه ولايتي چارواکي وايي، چې تېر ماښام د بکواه ولسوالۍ اړوند د کاریز اسد په سیمه کې د کندهار- هرات پر لويه لار ۳۰۴ ډوله او ټېلر موټر ټکر کړی.
سرچينه زياتوي د دغې پېښې له امله دوه تنه وژل سوي او ۱۶ نور ټپیان سوي دي.
سکون راډیو