د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله ویلي چې که هېواد یې د تحریک وسله والو پاکستان په څېر ډلو له خوا وګواښل سي، نو اسلام اباد قانوني واک لري چې په افغانستان کې دننه د دغه وسله والو د پټنځایونو پر ضد اقدام وکړي.
په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د څرګندونو په اړه سخت غبرګون ښودلی دی.
ددغه وزارت لخوا په
یوه خپره سوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملي دفاع وزارت، په افغانستان کې د پاکستاني وسله والو د تحريک شتون او پر هغوی په افغانستان کي دننه داحتمالي برید کولو په اړه د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر وروستۍ څرګندونې پاروونکې او بې اساسه بولي.
سرچینې زیاته کړې، سره له دې چې د پاکستاني وسله والو د مرکزونو شواهد په ياد هېواد کې شتون لري، د ملي دفاع وزارت ویلي، افغانستان لا وارثه نه دی، د تل په څېر د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ څخه دفاع ته چمتو دی، او دخپل ګران هېواد په دفاع کي ترهرچا ښه تجربه لري.
سکون راډیو