جرمني د ناټو د لوړ چمتووالي پوځي ځواک مشري پر غاړه واخيسته.

Jan 2, 2023 - 11:36
 3
جرمني د ناټو د لوړ چمتووالي پوځي ځواک مشري پر غاړه واخيسته.

جرمني د نوي کال په پیل کې د ناټو د لوړ چمتووالي پوځي ځواک (VJTF) مشري په غاړه واخیسته.

دا ځواک یوولس نیم زره سرتېري لري چې اته زره یې جرمن سرتېري دي.

د ناټو د لوړ چمتووالي ځواکونه، چې د "مخکښو ځواکونو" په نوم هم یادېږي، په ۴۸ ساعتونو کې په هر ډول حالاتو کې هر چېرته چې ترې وغوښتل سي د ځای پر ځای کېدو لپاره چمتو وي.

د ناټو ویاندې اوانا لینګیسکو وویل، په داسې حال کې چې په اوکراین کې د روسیې ناحقه جګړه د اروپا سوله او امنیت ګواښي، د دې پوځي اتحاد د خاورې د هرې برخې د ساتنې او دفاع لپاره د ناټو په هوډ کې باید شک ونه سي.

سکون راډیو