ای پي ایل؛ نن ډیلي او پنجاب سیالي لري

May 16, 2022 - 16:48
 13
ای پي ایل؛ نن ډیلي او پنجاب سیالي لري

د هند په غوره لیګ کې نن ډیلي کېپټلز او پنجاب کېنګز لوبډلې لوبېږي.

دا لوبه د ممبيي په ډي پټېل لوبغالي کې د افغانستان په وخت ماښام ۶:۳۰ پیلېږي.

ډیلي او پنجاب لوبډلو د هند غوره لیګ په سږني فصل کې ۱۲ لوبې کړې دي چې دواړو یې خپلې ۶ لوبې ګټلې دي.

دواړو لوبډلو ته د دې لوبې ګټل ځکه مهم دي چې بایلونکې یې به په لیګ کې له مخکې تګ پاتې کېږي او ګټونکې به یې د مخکې تګ فرصت پیدا کوي.

د هند غوره لیګ په سږ کال کې تر دې دمه ګوجرات تیتانز مخکښه لوبډله ده چې درې افغان لوبغاړي هم ورسره دي.