امریکا اوکرایین ته داسې راکټي سسټم ورکوي چې په اوږده واټن کې ګوزار کوي

دامریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وايي، اوکرایین ته به لا زیات عصري راکټي سسټم واستوي چې د دې هېواد ځواکونه له خپل هېواده پرې دفاع وکړي.
اوکرایین له ډېرې مودې راهیسې د دې وسلې غوښتنه کوله، چې له اوږده واټنه دښمن ځواکونه په کره ډول په نښه کولای شي.
امریکا تر اوسه له دې ډاره اوکرایین ته د دې وسلو له ورکولو ډډه کوله، چې ښايي دا ډول راکټونه په روسیه کې دننه د هدفونو په نښه کولو لپاره وکارول شي.
خو د چارشنبې پر ورځ ښاغلي بایډن وویل د دې وسلې له مرستې سره به په خبرو کې د کیېف دریځ پیاوړی شي او زیات امکان به پیدا شي چې د کشالې لپاره دیپلوماتیک حل راپیدا شي.
په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې پر دې موضوع نوموړي لیکلي:
له دې کبله مې پرېکړه وکړه، چې اوکرایین ته لا زیات پرمختللی راکټي او مرمۍ سسټم ورکړو چې دوی وکولای شي د اوکرایین جګړې په ډګر کې هدفونه په کره ډول په نښه کړي.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي په وینا دې کې به ایم ۱۴۲ ډوله راکټي سسټم ایچ، ای، ایم، اې، ار، ایس شامل وي، خو دا یې و نه ویل چې څومره شمېر به یې اوکرایین ته ورکول کېږي.
د یادونې ده، چې دا سسټم په یوه وخت څو کره په نښه شوي توغندي ولي چې تر ۷۰ کیلومتره پورې واټن په نښه کولای شي.
دا د واټن د هغو توپونو او راکټونو پرتله چې اوسمهال یې اوکرایین کاروي، څو برابره لېرې او په کره توګه هدف په نښه کولای شي. داسې باور کېږي چې دا راکټي سسټم د خپل روسي بدیل پرتله هم زیات کره ګوزارونه کولای شي.
د یادونې ده، تېره اونۍ د اوکرایین پوځ مشر ویلي و دغه ډول راکټي سسټم به د روسیې له توغندیزونو بریدونو سره مقابله کې د خورا (اهمیت وړ) وي.
د امریکايي چارواکو تمه به دا وي چې اوکراییني چارواکي دا راکټي سسټم په ختیځه دونباس سیمه کې ځای پر ځای کړي، چې سخته جګړه پکې روانه ده، او د هغې روسي توپخانې او پوځي ډلګیو پر ضد به وکارول شي چې پر اوکراییني ښارونو بریدونه کوي.
سپینه ماڼۍ وايي، د دې ډول راکټي سسټم پر ورکولو یې د اوکرایین ولسمشر ولودویمر زېلینسکي له هغه ډاډ وروسته هوکړه کړې، چې دا سسټم به په روسیه کې د هدفونو په نښه کولو لپاره نه کارول کېږي.