ترکيې افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې

Jun 1, 2022 - 15:30
 3
ترکيې افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې

په کابل کې د ترکیې سفیر وایي چې هېواد یې غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي.

 د وزارت د خبرپاڼې له مخې چیهاد ایرګینای دا ژمنه پرون د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د کتنې پر مهال وکړه.

د ترکیې سفیر دا ژمنه هم وکړه چې هېواد به یې له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته ادامه ورکړي.

امیرخان متقي وایي چې د دوی حکومت د ترکي سوداګرو د پانګونې لپاره په افغانستان کې هر راز زمینه برابرولی شي.