د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ په څلورو ښوونځیو کې د لابراتوارونو پرانیستنه وسوه.

نن سه شنبه د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د جدی ۲۷ نیټه د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د هلمند ولایت د پوهني ریاست د ساینس او ټکنالوژۍ آمریت له لوري په څلورو ښوونځیو کې تدریسي لابراتوارونو پرانیستنه وسول.
د هلمند ولایت د پوهني ریاست د ساینس آمر محمد آغا آرین د سکون راډیو سره د مرکې پر مهال وویل: دا لابراتوارونه یې د ناوې ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو کې پرانیستې دي چی د زده کوونکو سره په عملي برخه کې ډیره مرسته کوي او د ښوونځیو د مسولینو څخه یې غوښتنه وکړل تر څو د لابراتوارونو په ساتنه کې پوره همکاري وکړي.
بل لورته بیا د ناوې ولسوالۍ اوسیدونکي هم د یادو لابراتوارونو په پرانیستلو سره خوښې څرګندوي او وایې: تر دې وړاندي يې زده کوونکو په نظري توګه زده کړې کولي خو د دغه لابراتوارونو په جوړیدو سره به زده کوونکي وکولای سي تر څو عملي زده کړو ته هم لاس رسۍ پیدا کړي.
د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ کې داسي مهال د لابراتوارونو پرانیستنه کیږي چي د مرکز لښکرګاه او ولسوالیو په ښوونځیو کې دا ډول لابراتوارونو ته د عملي زده کړو په برخه کې زیاته اړتیا لیدل کیږي.
محمد اسماعیل وفا
سکون راډیو