هلمند کې خبریالانو ته د خوندیتوب په موخه ورکشاپ پای ته ورسید

د افغان خبریالانو همږغۍ کمېټې له لوري ددې ولایت شل(۲۰) تنو خبریالانو ته دوه ورځنۍ ورکشاپ نن دوشنبه پای ته ورسېد.
دغه ورکشاپ کې د رسنیو مسؤلینو،آزادو او سیمه ایزو خبریالانو برخه لرل چي د فردي خوندیتوب، ډیجیټل خوندیتوب، خبر او راپور جوړولو په موخه ورته معلومات ورکول سوه.
د خبریالان ټولني مشر وحیدالله وحدت وویل: ددې ورکشاپ څخه زموږ موخه د خبر چمتو کولو پر مهال ځان ساتل او د مسلکي خبرونو او راپورونو چمتو کول دي.
نوموړي په دې برخه کي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅي وستایلې او د خبریالانو د ټولني په استازیتوب یې خبریالانو ته ډاډ ورکړ چي په راتلونکي کي به دې ته ورته نور ورکشاپونه چمتو کړي.
هلمند کې د سکون رسنیز ګروپ مسؤل حافظ احمد نصرت چي دغه ورکشاپ کې یې د بریښنایي خوندیتوب په اړه معلومات وړاندي کول وویل چي خبریالان باید دسوشل ميډيا خوندیتوب وکړي.
دده په خبره چي حیکران هڅه کوي تر څو د خبریالانو شخصي او دفتري معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړي او معلومات یې لاس ته راوړي.
د افغان خبریالانو د همږغۍ کمېټې غړی عبدالله حقمل وویل چي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره به په همږغۍ د خبریالانو، رسنیو د خپرونو، ظرفیت لوړوني په موخه ورکشاپونه او د رسنیو اقتصادي پیاوړتیا لپاره به هلي ځلي وکړو.
ښاغلي حقمل وویل چي د شته امکاناتو څخه په استفادې به په رسنیز ډګر کي د ولسونو چوپړ ته دوام ورکړو؛ نوموړي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسؤلینو او ولایتي ادارې څخه د لا زیاتي همکارۍ هیله وښوده .
ددغه ورکشاپ څو تنو ګډنوالو تر هر څه وړاندي د اطلاعات او فرهنګ ریاست د همکارۍ څخه مننه وکړه چي د افغان خبریالانو د همږغۍ کميټې سره یې هلمند میشتو خبریالانو ته یاد ورکشاپ چمتو کړ.
ددوی په خبره چي موږ به په ښه ډول د ولس ږغ او د اسلامي امارت لاسته راوړني تر خلګو پوري ورسوو او ددې تر څنګ به د ولس لپاره هغه ډول خبرونه چمتو کړو چي ولس اړتیا ورته لري.
د يادوني وړ ده دا لومړی ځل دی چي دې ولایت کي خبریالانو ته د خبر، راپور او ځان خوندیتوب په موخه ورکشاپ ورکول کېږي.
سکون راډیو