د نفتي موادو سوداګر: طالبان دې پر وارداتو لوړه تعرفه راټیټه کړي

Dec 25, 2021 - 16:11
 7
د نفتي موادو سوداګر: طالبان دې پر وارداتو لوړه تعرفه راټیټه کړي

په افغانستان کې د نفتي موادو سوداګر وایي، د دوی د وارداتي توکو پر سر لګول سوې لوړه تعرفه باید راټیټه سي.

دغو سوداګرو په کابل کې د سوداګرۍ خونې له چارواکو سره وکتل او غوښتنه یې وکړه چې د اسانتیاوو د برابرولو لپاره یې باید مسول چارواکي لاس په کار سي.

دغه سوداګر داسې مهال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له چارواکو سره د خپلو ستونزو په اړه ګوري چې اوس د افغانستان په ټولو ښارونو کې د نفتي موادو بيې له هر بل وخت لوړې سوي.

اوس مهال په کابل کې يو کيلو ګاز ۱۰۰ افغانۍ او يو ليتر پترول په ۷۹ افغانيو پلورل کيږي.