چارواکي وايي، چې له هند سره يې د هوايي دهلېز تړون لاسلیک کړی.

Nov 28, 2022 - 14:10
 8
چارواکي وايي، چې له هند سره يې د هوايي دهلېز تړون لاسلیک کړی.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د دغه دهلېز له لارې به ډېر ژر د افغانستان مالونه هند ته صادر سي.
د ياد دفتر په وينا، هند ته د افغانستان د سوداګریزو توکو صادرات د واګې بندر له لارې دوام لري او په تېر کال کې له دغه بندره څه باندې ۱۴ میلیارده افغانۍ صادرات سوي دي.
دوی زیاتوي، په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان او هند ترمنځ د کارګو الوتنې پيل شي او تازه او وچه مېوه، لاسي صنايع او نور سوداګريز توکي به د هوا له لارې هند ته صادر سي.
سکون راډیو