داعش ډلې مزار شريف ښار کې د چاودنې مسؤليت ومانه

Apr 21, 2022 - 18:07
 5
داعش ډلې مزار شريف ښار کې د چاودنې مسؤليت ومانه

د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې په مزاشریف ښار کې د ننۍ چاودنې مسوولیت منلی دی.

رویټرز اژانس څرګندوي چې دې ډلې د ټیلګرام له لارې په یوه خپاره کړي پیغام کې دا خبره کړې ده.

بل لور ته د دې برید په تړاو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي خبریال ریچرد بینناټ پر ټویټر لیکلي دي چې نن بیا افغانستان نورو چاودنو ولړزاوه، په مزارشریف ښار کې یې جومات هدف وګرځاوه او قربانیان یې یو ځل بیا هزاره دي.

ریچرډ بینناټ زیاتوي چې په منظم ډول پر هغو ځایونو بریدونه چې ګڼ خلک پکې ژوند کوي، لکه ښوونځي او جوماتونه له بشري حقونو سرغړونه ده چې باید سملاسي د دې تحقیقات وشي او له عاملانو سره یې حساب وشي.

نن د مزار شریف ښار د دوهمې ناحیې اړوند د سې دوکان سیمه کې د شیعه ګانو په مشهور جومات کې چاودنه وشوه چې لږ تر لږه ۱۲ تنه پکې ووژل شول او ۳۰ نور ژوبل شول.

دغه راز په کابل، کندوز او ننګرهار کې هم نن چاودنې شوې چې پکې تر ۱۸ کسان وژل شوي او نزدې شپېته ژوبل شوي دي.