د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ له ۵ غړو سرونه غوڅ کړل شوي

د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ له ۵ غړو سرونه غوڅ کړل شوي دي.
په هرات کې د استخباراتو رياست د مطبوعاتو مسؤل ثابت هروي ويلي چې دا پېښه وړمه شپه شوې او په وژل شويو کسانو کې درې تنه يې ماشومان، يوه يې ښځينه او بل نارینه دی.
د ا ا ا وياند په وينا د پېښې د عاملانو په اړه پلټنې روانې دي.
ده د قربانیانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.