کابل او نورو ولايتونو کې چاودنې؛ ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Apr 21, 2022 - 21:03
 14
کابل او نورو ولايتونو کې چاودنې؛ ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن د افغانستان د پلازمینې کابل په شمول په څو ښارونو چاودنې شوې چې د راپورونو په اساس لسګونه کسانو ته پکې مرګژوبله رسېدلې.

په مزارشریف ښار کې د شیعه ګانو په یوه تاریخي جومات ( سه دوکان ) کې د ماسپيښین د لمانځه پر مهال درنه چاودنه شوې.

د بلخ د روغتون رییس ډاکتر غوث الدین انوري تایید کړې چې روغتون ته لس مړي او څه باندې څلوېښت ټپیان ور انتقال شوي.

په بلخ کې د ا ا ا د اطلاعاتو رییس ذبیح الله نوراني بیا د مرګژوبلو شمېره ۲۵ یاده کړې.

اخوا په کندز کې د ا ا ا د په یوه کاسټر ډوله موټر چاودنه شوې چې پکې څلور کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.

د کندوز د امنيې قوماندانۍ ویاند عبیدالله عابدي ازادي راډيو ته تایید کړه چې چاودنه د دورې سر ښارګوټې د ۲۱۷ عمرې قول اردو د تخنیکي کارکوونکو په موټر شوې.

له ننګرهاره هم د راپورونو په اساس په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د ا ا په یوه موټر باندې بمي چاودنې لږ تر لږه څلور ا ا  ځواکونه يې وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

په ولایتونو سربېره پلازمینه کابل هم د یوې چاودنې شاهد و چې پکې دوه ماشومان ټپیان شوي.