اسلامي امارت د ټيک ټاک اپليکېشن د بندولو پرېکړه کړې

Apr 21, 2022 - 17:59
 7
اسلامي امارت د ټيک ټاک اپليکېشن د بندولو پرېکړه کړې

اسلامي امارت د مخابراتو او ټکنالوژي وزارت ته دنده سپارلې ده چې د (PUBG) په نوم د ان لاین لوبې مخه ونیسي او د ټیک ټاک په نوم ان لاین اپلیکیشن بند کړي.

د اسلامي امارت  مرستیال ویاند انعام اله سمنګاني په ټویټر کې لیکلي دي دا پرېکړه د اسلامی امارت د کابينې په غونډه کې شوې.

د نوموړي په وینا کابینې لارښوونه کړې ده چې تر وسه وسه دې د هغو چاینلونو مخه ونیول شي چې غیراخلاقي خپرونې کوي.