د شري ناروغۍ؛ په بادغیس کې ۳۵۲ ماشومان پرې اخته او ۴ مړه سوي

Feb 28, 2022 - 18:36
 9
د شري ناروغۍ؛ په بادغیس کې ۳۵۲ ماشومان پرې اخته او ۴ مړه سوي

په بادغیس کې چارواکي وايي، روان میلادي کال چې دوې میاشتې یې کېږي، په دغه ولایت کې په شري یا سرخکان د ماشومانو د اخته کېدو ۳۵۲ پېښې ثبت شوي چې له دې جملې ۴ ماشومان مړه سوي دي.

د بادغیس د روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر صفي الله خادم ازادۍ راډیو ته وویل، په تېر ۲۰۲۱کال کې د شري ۳۷۵ مثبتې پېښې ثبت شوې چې سږکال یې په شمېر کې خورا زیاتوالی ښيي.

تر دې مخکې د بدخشان چارواکو په دې ولایت کې د دوو میاشتو په موده کې په شري ناروغۍ د ۷۴ ماشومانو د مړینې خبر ورکړی و.