کرېکټ: افغانستان بنګله دېش ته په اوو وېکټو ماته ورکړه

Feb 28, 2022 - 18:43
 16
کرېکټ: افغانستان بنګله دېش ته په اوو وېکټو ماته ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د يو ورځنيو لوبو د لړۍ درېيمه سيالي افغان لوبډلې په اوو وېکټو وګټله.

بنګله دېش د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ۴۷ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۲ منډې وکړې، چې په ځواب کې یې افغانستان په ۴۱ اور کې د دريو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړې کړې.

په نننۍ سيالۍ کې د بنګله دېش لپاره لېتن داس ۸۶، شکېب الحسن ۳۰ او محمدالله ۲۹ منډې وکړې.

په توپ اچونه کې د افغانستان لپاره راشد خان تر نورو ښه وځلېد او په لسو اورونو کې يې د ۳۷ منډو په ورکولو سره درې لوبغاړي وسوځول. د ده تر څنګ محمد نبي دوې، فضل الحق فاروقي او عظمت الله عمرزي يوه يوه وېکټه ترلاسه کړه.

په توپ وهنه کې د افغانستان لپاره رحمان الله ګوربز ناسوځېدلې ۱۰۶ منډې جوړې کړې او له دې سره غوره لوبغاړی هم ونومول شو. د ده تر څنګ رحمت شاه ۴۷ او رياض حسن ۳۵ منډې وکړې.

د بنګله دېش مهدي حسن دوې او شکېب الحسن يوه وېکټه واخيسته.

دغه يو ورځنۍ سيالي چې د ۲۰۲۳ کال نړيوال جام ته د لارموندې لپاره کېږي د پيل دوې لوبې بنګله دېش ګټلې وې. ټاکل شوې افغان لوبډله له بنګله دېش سره دوې شل اوريزې سيالۍ هم ترسره کړي.

د افغانستان او بنګله دېش تر منځ تر اوسه لس نړیوالې یو ورځنۍ لوبې شوې دي. په دغو لوبو کې بنګله دېش شپږ او افغانستان څلور لوبې ګټلې دي.

په لومړي ځل د دواړو هېوادونو تر منځ د درو یو ورځنیو لوبو لړۍ په ۲۰۱۶ کال کې وشوه چې دوه یو د کوربنې لوبډلې په ګټه تمامه شوه.

د بنګله دېش په خپل کور په نژدې یوه لسیزه کې د یو ورځنیو لوبلړیو یوازې یوه بایللې ده. د چیټاګانګ پر پېچ بیا بنګله دېش تر اوسه اووه یو ورځنۍ لوبې کړي چې یوازې انګلنډ په کې ماته ورکړې او نورې ټولې د کوربنې لوبډلې په ګته تمامې شوې دي.