ننګرهار کې ۶۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابریږي

Jul 11, 2023 - 10:47
 5
ننګرهار کې ۶۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابریږي

د ننګرهار د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین د یاد ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د څښاک اوبو د دوو شبکو د جوړولو خبر ورکوي. د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي، چې دغه شبکې د ٧ میلیونو افغانیو په لګښت د بټي کوټ ولسوالۍ په جنتيانو او نبورې سيمو کې د ٦ زره مترو په اوږدوالي جوړېږي. د مسوولینو په وینا، د یادې شبکې په جوړېدو سره به د دغه سیمو ٦٠٠ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمنې سي.