یو چینايي شرکت افغانستان کې ۱۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي

Jul 11, 2023 - 10:27
 3
یو چینايي شرکت افغانستان کې ۱۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، د درملو او روغتیايي محصولاتو مرستیال د چین د درملو له تولیدي شرکت له اجرایوي رییس مستر شي او مل پلاوي سره کتلي دي. یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلې، چې په دې کتنه کې یاد شرکت په افغانستان کې د درملو د تولید په برخه کې د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د پانګونې لېوالتیا وښوده او زیاته یې کړه چې دولت دې په دې برخه له دوی سره د امنیت او ځمکې په برخه کې همکاري وکړي. په ورته وخت کې مطیع الله صاحبزاده یاد پلاوي ته د خوړو او درملو ملي ادارې له اړخه د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی. صاحبزاده د یاد شرکت له اجرایوي رییس څخه وغوښتل، چې خپله پانګونه زیاته کړي او هغه درمل په افغانستان کې تولید کړي چې د افغانستان د درملو داخلي فابریکې یې د تولید ظرفیت نه لري.