ملګري ملتونه: پر افغان ملکيانو دې دوامداره بريدونه پاى ته ورسېږي

Jun 20, 2022 - 16:42
 13
ملګري ملتونه: پر افغان ملکيانو دې دوامداره بريدونه پاى ته ورسېږي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما ویلي، د ملکیانو د هدف ګرځولو دوامداره حملې باید ژر تر ژره پای ومومي.

یوناما دغه څرګندونې د ننګرهار د ننني برید د غندنې په پار یوه بیان کې کړي دي.

دغه بیان کې چې د یوناما پر ټویټر خپور شوی راغلي، چې د ننګرهار په برید کې د ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکیان ټپیان شوي دي.

په ننګرهار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسولانو ازادۍ راډیو ته ویلي، چې چاودنه د غني خېلو ولسوالۍ په شیرګړ بازار کې د یوه محلي مسوول پر موټر شوې ده.

دوی ویلي، پېښه کې دوه تنه ملکیان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان ټپيان دي چې پنځه تنه طالبان هم په کې شامل دي.

سملاسي د پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.