د هلمند دولتي پوهنتون څخه ۳۵۵ تنه زده کړیالان تر څلور کلنو زد کړو وروسته فارغ سول.

Aug 20, 2023 - 18:19
 10
د هلمند دولتي پوهنتون څخه ۳۵۵ تنه زده کړیالان تر څلور کلنو زد کړو وروسته فارغ سول.

نن یکشنبه  ۱۴۰۲ ه ش کال د اسد د میاشتي  ۲۹ مه  نیټه د هلمند دولتي پوهنتون د بیلابیلو پوهنځیو څخه د یو لړ شانداره مراسیمو په ترڅ کي ۳۵۵ نته زده کړیالان  تر څلور کلنو زد ه کړو وروسته ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي سول.

 فراغت غونډه کي د هلمند دولتي پوهنتون رئیس زده کړیالانو  اود دوی کورنیو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل چي تاسي ته به کاري فرصتونه برابریږي،ترڅود ټولني په بیلا بیلو برخو کي به په دنده ګمارل کیږي او له فارغه زده کړیالانو یې غوښتنه وکړل چي په اخلاص خپل دین او هیواد ته د خدمت جوګه وګرځي.     

دې مراسیمو ته دیني عالمانو د  زده کړو په ارزښت  خبري وکړلي او زیاته یې کړل چي د اوسني حالت څخه د راوتلو یواځنۍ لاره علم او زده کړي دي ترڅو ټولنه له نړۍ سره د همدې زده کړو او تعلیم په مټ سیاله کړو.

ددې فراغت غونډي یو شمیر فارغه رده کړیالانو سکون راډیو ته  د خبرو پر مهال  وویل چي ډېر د خوښۍ احساس کوي او یاد بهیر یي د اقتصادي اوامنیتي ستونزو سره سره په بریالیتوب بشپړ کړ.

 هلمند دولتي پوهنتون څخه داسي مهال سلګونه زده کړیالان له بیلابیلو پوهنځیو فارغ او بري لیکونه پري ویشل کیږي چي لا هم ۷۰۰ ورځي کیږي چي د ښځینه زده کوونکو پر مخ د ښوونځیو دروازي تړل سوي چي خلکو یې په وار وار سره د بیا  پرانیستلو غوښتنه کړي ده

کرم خان سمسور

سکون راډیو