تورخم کې د نږدې ٥٠ مډالونو د قاچاق مخه نیول سوې ده

Aug 12, 2023 - 14:01
 28
تورخم کې د نږدې ٥٠ مډالونو د قاچاق مخه نیول سوې ده

د تورخم کمیسارۍ مسوولین په دغه ګمرک کې د ۴۹ بېلابېلو مډالونو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکوي. د تورخم کمیسار عصمت الله یعقوب ویلي، چې د دوی د سکن برخې مسوولینو ۴۹ بېلابېل ډوله مډالونه چې د بهرنیو هېوادونو اړوند دي نیولي دي. یعقوب زیاته کړې، چې د یادو مډالونو قاچاق کوونکي په تښېښه بریالي شوي او د نیولو لپاره یې جدي هڅې پیل شوې دي. د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په دغه ګمرک کې ګڼ شمېر تاریخي آثارو، ګرانه بیې ډبرې، وسلې او نور بېلابېل توکي نیول شوي، چې بهر ته یې د قاچاق هڅه کېدله.