د هلمند ولایت ښوراب سیمه ایز روغتون له لوري د ډاکټر محمد اسماعیل وردګ د نړیوالي طبي جایزي د کټلو په پار ستاین غونډه ترسره سول.

دا مراسیم چي د هلمند ولایت په ښوراب سیمه ایز روغتون کي نیول سوي وه پکي د همدي روغتون روغتیا پالانو،دیني علمانو او ګڼ شمیر ځوانانو برخه لرل.
د ښوراب سیمه ایز روغتون قومندان وویل هرهغه څوک چي په طبي برخه کي کار کوي او لاسته راوړني لري باید وستایل سي.
دهغه په خبره ښاغلي وردګ د طبابت په برخه کي نړیواله جایزه ترلاسه کړې ده چي دا د ټول افغان ولس لپاره د ویاړ او افتخار ځای دی او موږ یې ستاینه کوو.
غونډه کي دیني عالمانو هم په اوسنۍ عصر او زمان کي د طبابت په برخه کي ددې ویاړ ترلاسه کول لوی افتخار یاد کړ او مننه یې وکړل چي د افغانانو او افغانستان نوم یې په نړۍ کي اوچت کړ او د روغتیا د برخي د ټولو روغتیا پالانو هڅي او کوښښونه یې وستایل.
غونډه کي د همدې روغتون یو شمیر روغتیا پالانو هم د ښاغلي وردګ ددې ویاړ قدر دانې وکړ او له هغه یې غوښتنه وکړل چي خپل ترلاسه کړي علم تر نورو هم وروسوي ترڅو د طبابت په ډګر کي پرتو ستونزو ته لاس رسۍ اسان سي.
داکټر محمد اسماعیل وردګ چي د شاوخوا دیرشو کلونو را پدیخوا افغانستان کي د اورتوپیدي جراحي عملیاتونه ترسره کوي وايي خوشحاله دي چي د خپلو خلکو خدمت کوي دې وایی له کله چي اسلامي امارت پر افغانستان واکمن سوي هیڅ یو ناروغ یې د اورتوپیدي برخه کي بهر هیواد ته ندی لیږلي او په هیواد کي دننه یې درملنه کړي ده.
هلمند کي داسی مهال د ښوراب سیمه ایز روغتون له لوري د ډاکټر محمد اسماعیل وردګ په ویاړ ستاین غونډه جوړیږي چي نوموړي د طبابت په ډګر کي د سیان خیریه بنسټ چي د نړۍ په ۱۵۷ هیوادونو کي پروګرامونه لري د غوره اورتوپیدي ډاکټر نړیواله جایزه ترلاسه کوي.
حافظ احمد نصرت
سکون راډیو