د لغمان اوسېدونکي د شاهي کانال پروژې چارو د بیا پيل غوښتنه کوي

د لغمان یو شمېر اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي، چې د دغه ولایت د شاهي کانال پروژې چارې ژر تر ژره پيل کړي. د دوی په وینا د تېر حکومت پرمهال د دغه کانال رغنیزې چارې پيل سوې وې، خو واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته یې چارې په ټپه ودرېدې. د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست بیا په نږدې راتلونکي کې د دغه کانال د رغنیزو چارو له بیا پيله ډاډ ورکوي. د لغمان شاهي کانال ۵۰ کیلو متره اوږدوالی لري د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ له سندروایس سیمې پيلیږي او د مهترلام بابا صیب په دښته کې پای ته رسېږي. د لغمان د سیمییزو مسوولینو د معلوماتو له مخې د دغه ولایت د شاهي کانال په فعالیدو سره به ۱۱۰ زره جریبه ځمکه خړوبه او زرګونه کسانو ته به د کار زمینه برابره سي.