د افغانستان او ازبکستان په ګډه پوله ترمز کې د ازبکستان له لوري یو ګډ سوداګريز مرکز جوړ سوی.

Jan 10, 2023 - 14:47
 7
د افغانستان او ازبکستان په ګډه پوله ترمز کې د ازبکستان له لوري یو ګډ سوداګريز مرکز جوړ سوی.
د افغانستان او ازبکستان په ګډه پوله ترمز کې د ازبکستان له لوري یو ګډ سوداګريز مرکز جوړ سوی.

د بلخ د سوداګرۍ خونې مسؤلین وايي، چې په دغه مرکز کې افغان پانګوالو ته د دوکانونو د پېرلو بلنه ورکړل سوې او ویل سوي، چې له اوو زرو ډالرو څخه به د دوکانونو بیې ټاکل کیږي.
نوموړي په دې برخه کې د حقوقي ډاډ له ترلاسه کولو وروسته ياد سوی مرکز افغان پانګوالو او سوداګرو ته ښه اقتصادي فرصت وباله. مخکې د ازبکستان یوه اقتصادي مقام ويلي وو، چې په دغه مرکز کې تر ۴ زرو پورې مغازې، د تولید، وارداتو او صادراتو مرکزونه، نړيوال روغتيايي بنسټ، هوټلونه او پلورنځي جوړ سوي.
ازبکستان ویلي، چې افغانان دغه مرکز ته له ویزې پرته د لسو ورځو لپاره تلای سي، خو له مرکز څخه اخوا نورو سیمو ته له ویزې پرته د تګ اجازه نه لري.