د هوا پيژندنې ملي ادارې نن او سبا چهارشنبه د افغانستان په ٢١ ولايتونو کې د سختو بارانونو او واورې اورېدو اټکل کړى دى.

Jan 10, 2023 - 17:39
 75

په دغه ولايتونو کې هرات، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، سمنګان، بغلان، تخار، بدخشان، پنجشېر، پروان، غزنی، پکتیکا، بامیان، دایکندي، ارزګان، زابل، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه او سالنګونه شامل دي.
د يادې ادارې د معلوماتو په اساس د اورښت کچه په بېلابېلو سيمو کې له ۱۰څخه تر۳۰ ملي مترو او د واورې کچه په بېلابېلو سيمو کې له ۱۰ څخه تر څلوېښت سانتي مترو پوري وي.
د افغانستان د هوا پيژندنې ملي ادارې همدارنګه د روانې اونۍ په پاې کې د لوېدیځ او شمال لوېديځ لورې څخه هيواد ته د هوا یوې يخې څپې د رارسېدو خبر هم ورکړى دى.
په دغه خبرتيا کې ويل سوي چې دغه يخه هوا تر ډېره د افغانستان لوېديځ ، شمال لوېديځ، شمال ختیځ او مرکزي سیمې تر اغېز لاندې راولي چې زيات ولایتونه به له دی امله ده پام وړ یخنۍ سره مخامخ وي٠