امریکایي پوهنتون: افغانستان کې مو فعالیت ندی درولی

Feb 27, 2023 - 14:04
 10
امریکایي پوهنتون: افغانستان کې مو فعالیت ندی درولی

د افغانستان امریکايي پوهنتون وايي د ا.ا.ا له بیاواکمنېدو وروسته یې خپل فعالیت ندی درولي او دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۶۰۰ محصلین په دغه پوهنتون کې انلاین زده کړې کوي.

د پوهنتون مشران وایي چې له قطر نه استادان دغو محصلینو ته تدریس کوي.

ددې پوهنتون چلوونکي وايي، افغانانو ته د تعلیم د زمینې د برابرولو دپاره د مرستو په راټولولو غور کوي او په دې اړه له افغانانو سره سلا مشورې کوي.

په همدې موخه د پنجشنبې په ورځ فبروري ۲۳ (کب ۴) د امریکا په ورجېنیا ایالت کې ددې پوهنتون د مشرانو یوه غونډه رابلل سوې وه.

د افغانستان د امریکایي پوهنتون د مشورتي پلاوي مشر، ارسلان لطفي وویل، دوی غواړي "محصلینو ته په لوړ کیفیت د انلاین زده کړو زمینه برابره او د پوهې ډیوه بله وساتل سي."

ددې پوهنتون مالي امکانات د امریکا او قطر د حکومتونو لخوا برابرېږي. د قطر دولت د پوهنتون لپاره یوه ساحه ځانګړې کړې چې له هغه ځایه افغان محصلینو ته سبق ورکړل سي.

د افغانستان امریکايي پوهنتون په ۲۰۰۴ کال کې جوړ سو او په ۲۰۰۶ کال کې یي عملا درسونه پیل شول. پدې نړیوال تعلیمي مرکز کې محصلین د لیسانس او ماسټرۍ په کچه لوړې زده کړې کوي.

افغانستان اوس په نړۍ کې یوازنی هېواد دی چې نجونې پکې له ثانوي او لوړو زده کړو بې برخې دي. د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د ا.ا.ا  له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د لوړو زده کړو مسیر یو ځل بیا بدل سو. د ا.ا.ا له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل او د دسمبر په میاشت کې یې نجونې پوهنتون ته له تللو هم منع کړې.

لدې ټولو محدودیتونو سره سره، د افغانستان امریکایي پوهنتون چې یو معتبر نړیوال پوهنتون ګڼل کېږي خپل تعلیمي بهیر ځنډولی ندی.

د افغانستان د امریکایي پوهنتون د ملګرو د بنسټ مشره لیزلي سویتزر وایي "نور څوک یي نشي کولی هغه څه چې امریکایي پوهنتون ېې په افغانستان کې کوي."

د شمېرو له مخې، په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له نسکورېدو وروسته د دولتي پوهنتونونو ترڅنګ، ۱۴۰ خصوصي پوهنتونونه تاسیس سوي وو چې زرګونو نجونو او هلکانو پکې زده کړې کولې.

په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو له بندېدو نه څه باندې ۵۰۰ ورځې او ددوی پر مخ د پوهنتونونو له بندېدو راهیسې څه باندې درې میاشتې تېرېږي.

د ټولو سترګۍ پسرلي ته دي چۍ ا.ا.ا به خپله پرېکړه بدله کړي خو دغه هیله مندي ډېره کمرنګه ده او ګمان نه کېږي چې تعلیمي مراکز دې د نجونو پر مخ خلاص سي.

سکون راډیو