د زابل امنیه قومندانۍ کي د ۱۲ میلونو افغانیو په ارزښت ۱۱۵ کیلواټه لمریزي بریښنا سیستم فعال سوو.

د زابل امنیه قوماندانۍ د تعمیراتو مدیریت له لوري د قلات څلورو حوزو، ټرافیکو مدیریت، ځانګړو ځواکونو قوماندانۍ او همدارنګه د شاجوی ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ په شمول د یو شمیر نورو جز و تامو لپاره د لمریزې برېښنا مجهز سیستم برابر کړ چې اوس مهال به د خلکو لپاره لا هم پروخت اسانه خدمات وړاندې کیږي.
د کورنیو چارو وزارت مقام په خاصه پاملرنه او امنیه قوماندانۍ مقام د رهبرۍ په کوښښونو خلکو ته پروخت او د ښو خدماتو وړاندې کولو په موخه تر ډیرو هڅو وروسته د ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا مجهز سیستمونه فعاله شول چې کولای شي ۲۴ ساعته مجهزه او د کار برېښنا ورکړي.