د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزير د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي مارکس پوتزل سره لیدلي دي.

Jan 3, 2023 - 12:56
 2
د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزير د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي مارکس پوتزل سره لیدلي دي.
کورنيو چارو وزارت وايي، په دغې لیدنه کې پوتزل د نجونو د زده کړو او د نورو محدودیتونو په هکله خپلې اندېښنې له سرپرست وزير سره شریکې کړې دي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزير وايي، د ستونزو د هوارۍ لپاره هڅې روانې دي، یوې معقولې او دایمي حل لار باندې کار روان دی، په داسې یوې لارې چې له شرعي احکامو او زموږ د خلکو کلتور سره مطابقت ولري.
سکون راډیو