د قلعه بُست او کاریز عمومي سړک جوړولو ته ولې لومړیتوب نه ورکول کیږي؟

Aug 1, 2023 - 16:40
 9
د قلعه بُست او کاریز عمومي سړک جوړولو ته ولې لومړیتوب نه ورکول کیږي؟

لرغونی بُست او کاریز د هلمند هغه دوې مهمي سیمي دي چې د لښکرګاه ښار په لومړۍ ناحیه کې قرار لري، دغو سیمو ته د ورتګ یواځینۍ ۸ کیلو متره سړک خورا کنډ و کپَر او زړه خوړونکی دی.

دا ۸ کیلو متره عمومي سړک چې د هلمند هوایي ډګر په څنګ کې واقع دی او خورا ستراتیژیک ارزښت لري پر همدې لاره باندي د هلمند له جنوبي ولسوالیو څخه د څلور ولسوالیو ګرمسیر، خانشین، دیشو او بهرامچې اوسیدونکي هم تګ راتګ کولای سي، خو لرغوني بُست ته د ورغلي یواځیني سړک د خرابوالي له کبله د یادو ولسوالیو اوسیدونکي د زړه نه ښه کولو ترڅنګ، د همدغه کاریز او قلعه بُست اوسیدونکي هم زړه نه ښه کوي. ځایي اوسیدونکي د اوسني سړک له خرابوالي شکایت کوي او زیاتوي چې ناروغ یې پر وخت روغتون او زده کوونکي یې پر وخت ښوونځی ته رسیدګي نسي کولای. د دغه سړک خرابوالی ددې لامل سوی دی چې ځمکني حاصلات یې په سالمه توګه بازار ته نسي رسولای او ګڼې نورې ستونزي هم سته چې هغوی ورسره لاس او ګریوان دي. دوی له اوسني حکومت څخه د دغه سړک د رغولو جدي غوښتنه کوي.

د ځايي اوسیدونکو په خبره چې له کلونو راهیسي د یاد ولایت مسؤلینو څو ځله  ژمنې ورسره کړي دي خو په عمل کې یې هیڅ څرک ندی لیدل سوی.

پر  همدې مهال د هلمند ولایتي مسؤلین هم دغه ستونزه مني، مسؤلین د قلعه بُست او کاریز د یواځيني سړک د نه جوړیدو لامل د هغه وخت مسؤل چارواکي پړ ګڼي. د هلمند ولایت د ټولګټو چارو ریاست مرستیال زیاتوي چې دوی له ټولګټو چارو وزارت سره په اړیکه کې دي چې د دغه سړک د جوړولو لپاره بودیجه منظور او عملي چارې ورباندي پیل کړي.

د هلمند قلعه بُست او کاریز اوسیدونکي داسي مهال ددې سړک له خرابوالي سرټکوي چي د تیر جمهوري حکومت پر مهال ورسره د جوړیدو زیاتي ژمنې سوي وې، ولې دا سړک لا تر اوسه کنډ او کپَر دی. دا چې ددې سړک د جوړونې او رغونې چارې به کله پیل سي هغه پوښتنه ده چې وخت به یې ځواب کړي.

محمد نسیم شاکر

سکون راډیو