بلخ کې زرګونه نظامي وسایط او وسلې ترمیم سوي دي

Aug 2, 2023 - 13:44
 8
بلخ کې زرګونه نظامي وسایط او وسلې ترمیم سوي دي

په شمال زون کې د ۲۰۹ مې اردو قومندانۍ په نږدې تېرو دوو کلونو کې ۲ زره ۴۳۲ بېلابېل ډوله پوځي وسايط او دغه راز  ۴۷۵ بېلابېلې وسلې بیا رغولې دي. د یادې قول اردو درستیزوال نقیب الله عزیزي په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې ټول هغه نظامي وسايل او وسايط چې د جګړو پرمهال ويجاړ او زیانمن شوي وو، د ۲۰۹ قول اردو د تخنیکې پرسونل او انجنیرانو په هلو ځلو ۲ زره ۴۳۲  نظامي وسايط او همدارنګه ۴۷۵ مختلف ډولونه وسلې هم بیا رغول سوې دي.