د افغاني سرې میاشتې مرستیال د قطر د سرې میاشتې له سکرتر سره کتلي

Aug 2, 2023 - 11:02
 1
د افغاني سرې میاشتې مرستیال د قطر د سرې میاشتې له سکرتر سره کتلي

د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي او ورسره مل پلاوي نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې د قطر هېواد د سرې میاشتې له سکرتر جنرال فیصل محمد الحمدي سره افغانستان کې د بېوزلو وګړو د لاسنیوي په اړه ګډه ناسته ترسره کړه. د افغاني سرې میاشتې مرستیال په افغانستان کې د شته بشري اړتیاو پر ۱۶ مواردو خبرې کړي، چې په کې د قطر د سرې میاشتې د سکرتر جنرال له لوري د اقلیمي بدلون، د څښاک د اوبو د څاه ګانو، د روغتیایي خدماتو او خوراکي توکو د مرستې په برخو کې د همکارۍ ژمنه وسوه. خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي همدا ډول ژمنه وکړه، چې په افغانستان کې شته بشري اړتیاوې به له نورو خیریه بنسټونو سره شریکې کړي او هڅه به وکړي، چې نور خیریه بنسټونه په کې همکارۍ ته چمتو کړي.  فیصل محمد الحمدي د افغاني سرې میاشتې مرستیال ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.