د خوست ولایت روغتون کې یوې ښځې څلور غبرګوني ماشومان زېږولي دي.

Jan 16, 2023 - 16:31
 3
د خوست ولایت روغتون کې یوې ښځې څلور غبرګوني ماشومان زېږولي دي.
د بې پولې ډاکترانو ټولنه
 خوست ولایت روغتون کې یوې ښځې څلور غبرګوني ماشومان زېږولي دي.
د بې پولې ډاکترانو ټولنې نن دوشنبه ویلي چې د یادې افغان مېرمنې او څلور واړو ماشومانو وضعیت ښه دی او خپل کور ته رخصت شوي دي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق یا (UNFPA) تر دې مخکې ویلي و چې په دغه هیواد کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د زېږون پر مهال خپل ژوند د لاسه ورکوي
.