د بشري حقونو د څار سازمان: ايي‌سي‌سي دې د افغان کرېکټ لوبډلې غړيتوب وځنډوي

Jan 16, 2023 - 16:02
 5
د بشري حقونو د څار سازمان: ايي‌سي‌سي دې د افغان کرېکټ لوبډلې غړيتوب وځنډوي
افغان کرېکټ ملي لوبډله

د بشري حقونو د څار سازمان هیومان رایټس واچ د کرېکټ له نړیوالې شورا غوښتي چې په دې شورا کې د افغانستان د کرېکټ د ملي ټیم غړیتوب وځنډوي.

په دې سازمان کې د نړیوال نوښت مسوولې مینکي وردن نن په یوه بیان کې ویلي، چې دغه غوښتنه یې د ا.ا له لوري پر ښځو او نجونو د لګول سویو محدودیتونو په غبرګون کې کړې ده.

د مېرمن وردن په خبره د کرېکټ نړیواله شورا باید د افغانستان چې ا.ا  پرې واکمن دي، غړیتوب او د کرېکټ په نړیوالو سیالیو کې یې ګډون وځنډوي.

د بشري حقونو د څار سازمان دغه مسووله د کرېکټ په نړیواله شورا کې د افغانستان د کرېکټ ملي ټیم د غړیتوب د ځنډولو غوښتنه داسې مهال کوي چې دا ټیم په نړیوالو سیالیو کې تر اوسه د افغانستان د تېر جمهوري نظام بیرغ لېږدوي.

تر دې مخکې د استرالیا د کرېکټ شورا پر ښځو او نجونو د لګول شوي محدوددیت له کبله د افغانستان د کرېکټ له ملي لوبډلې سره درې یو ورځنۍ لوبې چې ټاکل سوې وه په مارچ میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې وسي، لغوه کړي دي.ا.ا  د خپلې واکمنۍ په څه باندې شپاړس نیمو میاشتو کې د نجونو او ښځو پر مخ د لوړو زده‌کړو ښوونځي او پوهنتونونه تړلي او پر دې سربېره یې هغوی پارکونو، حمانونو او ورزشي کلپونو ته له تلو منع کړي او هم یې ښځې په غیردولتي موسسو کې له کار کولو را ګرځولي دي.