د بديو ختمولو په موخه خوست کې سپورټي نندارې ترسره سوې

Jan 15, 2023 - 16:51
Jan 15, 2023 - 16:55
 5
د بديو ختمولو په موخه خوست کې سپورټي نندارې ترسره سوې
خوست کې د سپورټ نندارې ترسره شوې.

د جنوري په ۱۳مه د خوست د ګربزو په ولسوالۍ کې د ورزشي امریت په نوښت د یو شمېر دودیزو او نویو رزمي لوبو پراخې سپورټي نندارې ترسره سوې.

د خوست د ورزشي امریت مسوولینو وویل، له دې نندارو يې موخه د ګربزو په قومونو کې د هغو ستونزو او خوابدیو ختمېدل دي، چې د دوی په منځ کې له لسګونو کلونو راهیسې د غرونو، څړ ځایونو او دښتو پر سر موجودې دي.

ورزشکارانو په دې سپورټي نندارو کې د نېزه وهنې، خوسي، کبړي، تیږې اچونې، والیبال او د جمناستیک لوبې ترسره کړې، چې د ننداره کوونکو له‌خوا په پرله‌پسې چکچکو او ولولو لمانځل کېدلې.

د خوست ورزشي امر عطاالله کډوال ازادي راډيو ته وویل: "د ګربزو څلورو قومونو د یووالي لپاره موږ دا برنامه په لاره اچولې ده، چې په دې برنامه کې به خوسۍ، نېزه وهنه، کبړي، والیبال، تیږه اچونه او نورې لوبې به په کې وي، نن ورځ ځوانان راجمع دي د خوښۍ احساس کوي، الحمدالله امن دی، یوه خاصه مننه باید له میډیا وکړم چې زموږ سره په څنګ کې ولاړه ده، د قومونو او خلکو د یووالي په کار کې دوی زموږ په څنګ کې دي."

د خوست په ګربزو کې سپورټي نندارو ته د خوست له بېلابېلو سیمو څخه د ورغلو ورزشکارانو سربېره سلګونه ځايي خلک هم راټول سوي وو.

د رزمي ورزش د یو کلپ مشر عبدالرحیم کمنډو وویل، د ګربزو په شان تېره میاشت دا ډول ورزشي نندارې په تڼیو کې هم ترسره سوې.

د ده په وینا په دې سره ځوانان هڅول کېږي، د قومونو تر منځ یووالی راځي، د بېلابېلو سیمو د ورزشکارانو تر منځ اړیکې ټینګیږي او دا ورزشکارانو لپاره یو فرصت وي، تر څو خپلې وړتیاوې په ډاګه کړي.

بل لوري ته ورزشکاران سره له‌دې چې دا ډول برنامو ته خوشاله دي، خو وايي د اقتصادي ستونزو په ګډون ځینو نیمګړتیاو په دې ولایت کې د ورزش د پرمختګ بهیر ورو کړی دی.

یو تن خوستي ورزشکار عنایت وویل: "د ورزشکارانو مهمه ستونزه اقتصادي ده، د ورزشي کلپونو له‌خوا ورڅخه لوړ فیس اخیستل کېږي او غوښتنه مو داده چې دې لپاره یو حد وټاکي، د ورزشي امریت نه مو غوښتنه دا ده چې د ورزشکارانو د تشویق لپاره دا ډول نورې برنامې هم ونیسي، د شرکتونو او مالدارو خلکو مو هیله ده چې لاسنیوی يې وکړي."

یو بل تن ورزشکار محمدنیسم وايي، دوی د کبړې لوبه کوي، خو مخکې د دې لوبې پرمختګ ته چندانې پام نه کېده.

دی زیاتوي، د دې نندارو په شان بیا هم غواړي، نورې لوبې وکړي تر څو له یوې خوا دا لوبه دود سي او بل لوري ته د ځوانانو او ننداره کوونکو وخت په خوشالۍ سره تېر سي.

د یادونې وړ ده په خوست کې زرګونه ځوانان په بېلابېلو سپورټي برخو کې ورزش کوي او یو شمېر يې د ولایت، زون او په ملي کچه لوبډلو کې لوبیږي.

خوست د هغو ولایتونو له جملې دی، چې په تېرو دوه لسیزو کې د نورو ټولنیزو او فرهنګي پرمختګونو په خوا کې يې د سپورټ په ډګر کې هم د پام وړ پرمختګ کړی او ورزش په کې لس ګونه زره مینه‌وال لري.