ایراني پوله ساتونکي وايي یوه اونۍ کې یې له ۷۵۰۰ ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ساتنه کړي

Aug 2, 2023 - 14:18
 6
ایراني پوله ساتونکي وايي یوه اونۍ کې یې له ۷۵۰۰ ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ساتنه کړي

د ایران پوله ساتونکي وایي چې د تېرې اوونۍ په لړ کې یې له ۷۵۰۰ ډېر "ناقانونه" افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړې دي.

تهران ټایمز د ایران په خراسان رضوي ولایت کې د سرحدي ځواکونو د قومندان مجید شجاع له خولې لیکلي چي "تېره شپږو ورځو کې له غیر قانوني کډوالو سره د مقابلې سیاست په لړ کې ۷ زره ۵۶۳ افغانان د اسنادو نه درلودو له کبله پېژندل سوي" او د دغه ولایت د دوغارون یا د هرات اسلام کلا بندر له لارې بېرته افغانستان ته اړول سوي دي.