قطر: له افغانانو سره د مرستو لپاره پر یو میکانیزم کار کوو

Aug 3, 2023 - 13:24
 7
قطر: له افغانانو سره د مرستو لپاره پر یو میکانیزم کار کوو

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د نړیوالو همکاريو لپاره د قطر له وزیرې لولو الخاطر سره لیدلي. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د دې وزارت سرپرست د قطر او افغانستان پر اړیکو او د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي او الخاطر یې د سوري زړونو ماشومانو تداوي، د زراعت په برخه کې د اصلاح سویو تخمونو، دیپلوماتانو او لوبغاړو ته د روزنیزو زده کړو او د لوبو لپاره د لوبغالو په جوړولو کې مرستې کولو ته هڅولې. په دغې لیدنه کې مېرمن الخاطر ویلي چې روغتیا، زده‌کړو، کرنې، بدني روزنې او داسې نورو بېلابېلو برخو کې مرستې ته ژمن یوو، او کوښښ کوو چې له افغان حکومت سره په همغږۍ ژر تر ژره میکانیزم جوړ او یادې پروژې پېل کړو.