د افغانستان ګاونډيان: د افغانانو لخوا په خپلواک ډول د خپل برخلیک ټاکلو ملاتړ کوو

Apr 1, 2022 - 19:43
 16
د افغانستان ګاونډيان: د افغانانو لخوا په خپلواک ډول د خپل برخلیک ټاکلو ملاتړ کوو

چین کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسېده.

د افغانستان ګاونډیو دې ناسته کې د افغانستان په تړاو پر اتو مهم ټکو هوکړه کړې.

دې ناسته کې ټینګار شوی چې ګاونډي هېوادونه د افغانستان خپلواکي، حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی او د دې ملاتړ کوي چې افغانان په خپلواک ډول خپله راتلونکې وټاکي، له خپل کورني وضعیت او د وخت له پرمختیايي روال سره سم د خپلې ودې لار ومومي.

د دې ناستې ګډونوالو د ا ا ا د اوسني لنډمهاله حکومت هڅې پام وړ بللې، خو غوښتنه یې کړې چې افغانان دې د ملي پخلاینې، خپلمنځي جوړجاړي او سلامشورو له لارې د یوه داسې پراخ بنسټه او ټولګډونه دولت په رامنځ ته کېدو هوکړې ته ورسېږي، چې حکومتولي یې په اعتدال، هوښیارۍ، ښه ګاونډیتوب او ملګرتیا ولاړه وه.

د افغانستان ګاونډیو دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو پر فعالیت اندېښنه څرګنده کړې او په زغرده یې غوښتي چې دغه هېواد کې باید د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په څېر ټول ترهګر سازمانونه په بشپړ ډول شنډ او لمنځه یوړل شي.

افغانستان کې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د ګاونډیو ترمنځ د همکاریو په پراختیا ټینکار شوی دی.

د افغانستان په تړاو د ګاونډیو دا ناسته د چین د ختیځ انهوی ولایت تونکشي ښار کې جوړه شوې وه.

دې ناستې ته د کوربه چین، روسیه، پاکستان، ایران، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان سربېره ا ا ا د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم وربلل شوی.

دا پر افغانستان د ا ا ا له واکمنېدو راوروسته د ګاونډیو هېوادونو د غونډو د لړۍ درېیمه ناسته ده.

د دې لړۍ مخکنۍ ناستې پاکستان کې او ایران کې شوې وې.

په ورته وخت کې د چین ولسمشر شي جېن پېنګ هم د دوی په کوربتوب د دې ناستې په تړاو یو پیغام خپور کړی دی.

په دغه پیغام کې راغلي چې افغانان د "یوه سوله ییز، باثباته، پرمختللي او سوکاله" افغانستان هیله لري، چې د نوموړي په وینا "د سیمې له هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره ګډې ګټې ولري."

دوی په افغانستان کې په خرابېدونکي بشري وضعیت هم اندېښنه ښودلې او له افغانستان سره يې د اقتصادي همکاریو د دوام ژمنه کړې.

دغو وزیرانو په ټولو اړخونو په افغانستان کې د خبرو، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ له لارې د ښکېلېدو غوښتنه کړې او د بندیزونو او فشار او یا هم د بشري مرستو د سیاسي کولو مخالفت يې کړی.

دوی د امریکا په مشرۍ پر لویودیځو هېوادونو هم غږ کړی چې د افغانستان د بیا رغونې او پراختیا په اړه پر خپلو ژمنو عمل وکړي او د افغانستان کنګل کړې شتمني بېرته ورستنه کړي.