افغانستان کې د خصوصي پوهنتونو محصلین تر ۴۰ سلنه کم شوي

بي بي سي ته مالومه شوې له هغې راهيسې چې ا ا ا په افغانستان کې واکمن شوي، په دغه هېواد کې د شخصي پوهنتونونو د محصلينو شمېر نژدې ۴۰ سلنه راکم شوی دی.
د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ۱۴۳ خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو خصوصي موسسې فعالیت کوي چې د جمهوریت له پرځېدو وړاندې پکې ۲۱۰ زره محصلان په زدکړو بوخت وو.
همدارنګه په نوي ښوونیز کال کې د نويو جذبېدونکو محصلينو په شمېر کې بیا له ۵۰ سلنو ډېر لږ والی راغلی دی.
د شخصي پوهنتونونو ځینو څښتنانو بي بي سي ته ویلي له همدې امله یې اوس پوهنتونونه د تړل کېدو له جدي ګواښ سره مخامخ دي.
تر ټولو ډېر زیان په کابل، جلال اباد، مزارشریف، هرات او ځینو نورو لویو ښارونو کې شخصي پوهنتونونو او موسسو ته رسېدلی دی.
په کابل کې د مورا پوهنتون چې ټولې زده کوونکې یې نجونې دي، وايي په افغانستان د نظام له بدلون مخکې یې څه باندې ۱۴۵۰ زده کوونکي لرل، خو وايي شمېر یې اوس نژدې ۵۵۰ ته راښکته شوی دی.
ډاکټر عزیز الله امیر زیاتوي: "اکثره زده کونکو د اقتصادي ستونزو له امله درسونه پرېښې دي، ځکه فیسونه نه شي پرې کولای."
مورا د پوهنتون تر څنګ ښوونځی او وړکتون هم لري چې له لویه سره یې ښوونکي او کارمندان ښځې دي.
ښاغلی امیر وايي: " سره له دې چې فیسونه مو ورته په کمساري ډول کم کړي دي، خو بیا هم زده کونکو درسونو ته نه راځي. آن د ځینو زده کونکو چې ټول مالي ملاتړ یې نور خلک یا بنسټونه کوي، د موټر کرایو د نشتوالي له امله هم ټولګیو ته نه راځي)
سما چې په مورا پوهنتون کې د درېیم کاله محصله وه، وايي : "پلار مې مخکې دنده لرله، زما دفیس لپاره یې پيسې پيدا کولې، اوس یې دنده نشته، نو د پوهنتون فیس نه شو ورکولای او پوهنتون رانه نیمايي کې پاتې شو."
هر کال د پسرلي په موسم کې چې د افغانستان ګڼو سیمو کې ښوونیز کال پیلېږي، شخصي پوهنتونونه د نویو محصلانو د جذب لپاره د کانکور ازموینې اخلي او زرګونه کسان پکې ونډه لري. خو سږ پسرلي له تېرو هغو ډېر توپیر درلود.
ډاکټر عزیزالله امیر وايي، د نویو محصلانو د نشتوالي له امله مو د څو پوهنځیو لومړني ټولګي له سره پیل کړي نه دي. ښاغلی امیر وايي: " داسې پوهنځي شته چې یوازې ترلسو زده کونکو یې د کانکور لپاره نوملیکنه کړې، خو پخوا به هر پوهنځي ته آن د محصلانو شمېر تر ۱۲۰ رسېده."
روزي محمد په هلمند کې د بست شخصي پوهنتون د درېیم ټولګي محصل و. نوموړي د ا ا ا له واکمنۍ مخکې د پوهنتون تر څنګ دنده هم لرله چې د پوهنتون لګښتونه یې پرې پوره کولای شوای.
خو روزي محمد وايي: " د نظام له بدلون وروسته مې دنده له لاسه ورکړه. سره له دې چې د پوهنتون فیس هومره ډېره نه دی، خو اصلا د پيسو د ګټلو درک نشته. نو پوهنتون رانه پاتې شو، د پوهنتون د پای ته رسولو ارمان مې پوره نه شو."
د روزي محمد او سما په څېر د شخصي پوهنتونونو له زرګونو محصلانو پوهنتونونه نیمايي پاتې شول.
موږ د کابل، تخار، بغلان، ننګرهار او کندهار له لسګونو داسې محصلانو سره خبرې کړې دي چې ځینو یې ان د پوهنتون درېیم او څلورم ټولګيو کې زده کړې پرېښي او اوس له خپلو کورنیو سره د مالي مرستې لپاره په کار بوخت
د دغو محصلانو یوه ډېره برخه پاکستان، ایران او ترکیې ته د مزدوریو لپاره تللي دي او ځینې یې د اروپا په نیت په قاچاقي لارو وتلي.
په هلمند کې د بست شخصي پوهنتون مشر احمد پوپل بي بي سي ته وویل: " کورنیو او ځوانانو یې دندې له لاسه ورکړې دي، نوي محصلان نه لرو او بر حاله محصلین مو ورځ تر بلې نور هم کمېږي. اصلي ستونزه یې کمزوری اقتصاد دی."
د کار نړیوال سازمان میاشت وړاندې ویلي و چې د روان میلادي کال تر پایه به د هغو کسانو شمېر یو ميلیون ته ورسېږي چې د ا ا ا له بیا واکمنۍ وروسته یې دندې له لاسه ورکړې دي.
د کورنیو د نورو غړو او په خپله د محصلانو بې روزګاري د لوړو زده کړو پرېښودو یوازینی لامل نه دی. ځینې محصلان وايي، پر راتلونکې نه باور او دا چې تر لاسه کېدونکی تحصیلي سند به یې برخلیک کې مرسته وکړي او کنه، نور داسې لاملونه دي چې د پوهنتونونو د پرېښودو پرېکړې ته یې مجبور کړي او د کار په لټه کې شوې دي.
په افغانستان کې د شخصي پوهنتونو د ټولنې اجرایه مشر عبدالله عبدالبر هم له بي بي سي سره په خبرو کې منلې چې د "شخصي پوهنتونونو د محصلانو شمېر د تېر یوه کال پرتله ۴۰ سلنه لږ شوی دی"
په افغانستان کې د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زدکړو عالي موسسو ټولنه وايي، د محصلانو له خوا د زدکړو پرېښودل او د نويو جذبېدونکو محصلانو په شمېر کې لږ والی، د خصوصي تحصیلي سکتور فعالیت لپاره د خطر زنګ دی.
خو دا حالت د هغوی لپاره لار ډېر دردونکی دی چې د پوهنتوني زده کړو ارمان یې پر زړه پاتې کېږي.