امیر خان متقي له سرګي لاوروف سره لیدلي

Mar 31, 2022 - 18:27
 8
امیر خان متقي له سرګي لاوروف سره لیدلي

د افغانستان په هکله د دې هېواد د ګاونډیو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو دریېمه غونډه چې پرون د چین د ختیځ انهوی ایالت په تونګشي سیمه کې نن هم روانه ده.

د اې پي پي رپوټ کې ویل شوي، په ورته مهال په چین کې 'د افغانستان ګاونډیو هېوادونو جمع افغانستان ' بهرنیو چارو وزیرانو غونډه او دغه راز د 'چین، امریکا، روسیې پلس ' یا ټرویکا غونډه هم کېږي، چې موخه یې د افغانستان په هکله د سلا مشورو میکانیزم رامنځته کول ښوول کېږي.

د ټرویکا - پلس وروستۍ غونډه د تېر کال نومبر پر ۱۱ مه د پاکستان په کوربتوب اسلام اباد کې شوې وه او په ورته مهال د اسلامۍ امارت  بهرنیو چار وزیر امیر خان متقي په مشرۍ د افغان طالبانو یو جګپوړی پلاوی هم اسلام اباد ته په رسمي سفر تللی و.

د اسلامي امارت  بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د چین اوسنۍ غونډې په ترڅ کې د ایران بهرنیو چارو له وزیر امیر عبداللهیان او د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره لیدلي.

ښاغلي عبداللهیان د افغانستان ګاونډیانو غونډې ته، چې د قطر او اندونیزیا پلاویو هم پکې ګډون کړی ویلي، هېواد یې د پنځه میلیونه افغان کډوالو کوربتوب کوي، چې په وینا یې ډېری یې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته له هېواده تښتېدلي دي.

ښاغلی عبداللهیان وايي، ایران ته له افغانستانه د کډوالو بهیر د مخکیني حکومت له سقوطه مخکې هم ډېر شوی و، خو په وینا یې: ''دا وروستیو میاشتو کې خورا ډېر شوی او نژدې یو میلیون کسانو ته رسېدلی. ''

نوموړی وايي، اوسمهال نژدې پنځه میلیونه افغان کډوال په ایران کې مېشت دي.

هغه له مرستندویانو او ''هغو هېوادونو چې له افغانستان سره مرستې کوي '' وغوښتل چې ''په ایران کې د افغان کډوالو ژوند څرنګوالي شرایطو ته ځانګړی پام وکړي. ''

د یادونې ده، چې د چین يه انهوي ایالت کې د افغانستان په هکله روانې غونډې ته د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم ورغلی دی.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر د اسلامی امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په ګډون د یادې غونډې له بېلا بېلو ګډونوالو سره لیدلي دي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي لاوروف او ''د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست '' تر منځ د لیدنې له سرلیک سره خپور کړی دی.

له دې مخکې پرون د د اسلامي امارت د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیر خان متقي د چین او پاکستان د بهرنیو له وزیرانو سره ناسته درلوده.

نوموړي په هغه ناسته کې وویل،‌ حکومت یې په افغانستان کې 'د یوه کړۍ یوه لاره ' اقتصادي‌ پروژې ملاتړ کوي.

د افغانستان په هکله د پاکستان، ایران، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو یا استازيو دا سیمه ییزه غونډه پرون پیل شوې، چې نن مارچ ۳۱ مه هم دوام کوي. ‌