د افغانستان کرکیټ ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکي فاروقي د شل اوریزه لوبو په تازه درجه بندۍ کې دویم مقام خپل کړ

Apr 12, 2023 - 22:43
Apr 13, 2023 - 21:13
 65
د افغانستان کرکیټ ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکي فاروقي د شل اوریزه لوبو په تازه درجه بندۍ کې دویم مقام خپل کړ
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او ورلډ کلاس سپېنر راشد خان د شل اوریزه لوبو د توپ اچونکو په درجه بندۍ کې لومړی او فضل الحق فاروقي دویم مقام کې نیولی.
د کرکټ نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې راشد خان د تېر په څېر لومړی مقام لري؛ خو بله خوا فضل الحق فاروقي چې تېره اوونۍ په درېیم مقام کې و، دا ځل یې نور هم پرمختګ کړی او دویم مقام ته راغلی دی.
همدغه راز مجیب الرحمن هم په لسو غوره توپ اچونکو کې هم شامل دی؛ خو له خپل مقام لوېدلی دی، هغه، چې هغه په دې نوملړ کې اتم مقام کې و، اوس نهم مقام ته تللی دی.
په دې نوملړ کې راشد خان په ۷۱۰ نمرو سره لومړی، فضل الحق فاروقي په ۶۹۲ نمرو سره دویم، جوش هیزلووډ په ۶۹۰ نمرو سره دریم، ونېندو هسرنګا د ۶۸۶ نمرو سره څلورم او مهیش ټیکسانا په ۶۸۴ نمرو سره د غوره توپ اچونکو په ډله کې پنځم مقام لري، همداراز

زموږ فیس بوک پاڼه درسره لایک او شیرکړي

عادل رشید په ۶۸۴ نمرو سره شپږم، ایډم زمپا په ۶۷۸ نمرو سره اووم، سام کرن په ۶۷۳ نمرو سره اتم، مجیب الرحمن په ۶۶۸ نمرو سره نهم، انریک نورتجي په ۶۶۷ نمرو سره لسم مقام لري.
سکون راډیو