د هلمند جنوبي ولسوالیو اوسیدونکي: د ناوې او ګرمسیر ولسوالیو ترمنځ غځیدلې لوی لارې د جوړیدو غوښتنه کوي.
دا د هلمند په جنوب کي د ناوې او ګرمسیر ولسوالیو ترمنځ شاوخوا ۳۴ کیلومتره غځیدلي لویه لاره ده.
ددې ولسوالیو اوسیدونکي وايې د سړک د کڼډ او کپر حالت څخه په تنګ راغلي او ددې لوی لاري د ژر جوړیدو غوښتنه کوي دوي وایی د یو ساعت لاره یې په څو ساعتونه بدله سوي او کله چي ناروغانو تر روغتیایی مرکزونو رسوي له ستونزو سره مخ کیږي.
د هلمند ولایت ځای مسولین بیا وایې چي یاده ستونزه یې تر مرکزي اداري رسولي ده او د بودیجي او امکاناتو په پیدا کیدو سره به دا لویه لاره لومړي جغل اندازي او وروسته به یې اساسي ورغوي.
هلمند ولایت د جنوبي ولسوالیو اوسیدونکي داسي مهال د ناوې او ګرمسیر ولسوالیو ترمنځ د غځیدلي کڼد او کپر سړک د جوړیدو غوښتنه کوي چي څو ځله ددې سړک د رغیدو ژمنې سوي ولي په عملي بڼه یې چاري ندي پیل سوي.
حافظ احمد نصرت
سکون راډیو