هلمند کې لس روغتیایې مراکز پرانیستل سول

نن دوشنبه د ۱۴۰۲ هـ ش کال د ثور یا غوایې میاشتي په یولسمه نیټه هلمند کې د OPHCD یا د ټولني د روغتیا پراختیایی موسیسې له لوري لس روغتیایی مراکز پرانیستل سول.
د پرانیست غونډې پرمهال د دعامي وزارت مالي او اداري مرسیتال مولوي محمد اسحاق صاحبزاد وویل، چي هلمند کې د روغتیا په برخه کې ستونزي زیاتې دي او دوي هڅه کوي چي خلکو ته روغتیایې خدمات برابر کړي.
د صاحبزاده په خبره دا.ا.ا پالیسی دا ده چي خلک په لیریو پرتو سیمو کي هم روغتیایی خدماتو ته لاس رسۍ ولري او په وینا چي دې برخه کې به خپلې هڅي دومداره ساتي او دهلمند له ټولو روغتیا پالانو یې غوښتنه وکړل چي لا هم روغتیایی خدمات معیاري کړي.
د لا ډیرو خبرونو لپاره زموږ فیس بوک پاڼه درسره لایک کړي.
د هلمند ولایت د عامي ریس ډاکټر سید احمد سعید وایی، چي لس تازه پرانیستل سوي روغتیایی مراکز د مرکز لښکرګاه ښار په ګډون د هلمند په پنځه ولسوالیو کي تازه په فعالیت پیل کوي چي خلکو ته به لومړنې روغتیایی خدمات وړاندي کوي.
د OPHCD یا د ټولني د روغتیا پراختیایی موسسې ولایتي مسول ډاکټر محمد قاسم فیضي بیا وایی د لسو تازه پرانیستل سویو روغتیایی مراکزو خدمات به د دوه کلنو لپاره دوام کوي چي د هلمند شاوخوا یو لک نهه ویشت زره نفوس لپاره به روغتیایی خدمات وړاندي کوي.
د سکون راډیو یوټیوب چینل د نورو خپرونو او بیلابیلو خبرونو لپاره سبسکرایب او شیر کړئ
هلمند کې داسي د لسو نویو روغتیایی مراکزو پرانیسته کیږي چي په لیریو پرتو سیمو او ولسوالیو کې خلک لومړنیو روغتیایی خدماتو ته لاس رسي نلري او ډیرۍ وخت شکایت کوي چي باید روغتیایی خدماتو فرصتونه ورته برابر سي.
حافظ احمد نصرت
سکون راډیو