هلمند ولایت کي د لویي دورې د اسنادو د ارزونې  لپاره د ازمویني بهیر پیل سو.

May 2, 2023 - 13:10
May 4, 2023 - 10:44
 26
 هلمند ولایت کي د لویي دورې د اسنادو د ارزونې  لپاره د ازمویني بهیر پیل سو.

نن هلمند د دیني علماوو د لویي دوري د اسنادونو ارزونې د ازمویني کوربه دی.

د ازموینو د ملي اداري له لوري نن د شاخوا څلور زره دیني عالمانو څخه د ازمویني اخیستلو لړۍ پیل سول چي د پرانیستي مراسیمو کي د ازموینو ملي ادارې مشر شیخ عبدالباقي حقاني، د هلمند امنیه قومندان، د پوهنتون استادانو، دیني عالمانو او د بیلابیلو ادارو استازو ګډون کړی وو.

د سکون راډیو یوټیوب چینل د نورو خپرونو او بیلابیلو خبرونو لپاره سبسکرایب او شیر کړئ

د ازموینو د ملي اداري مشر شیخ عبدالباقي حقاني د یوي خبري ناستي پر مهال سکون راډیو ته وویل چي هلمند ته یې د راتګ هدف د پروسې له نژدې څارل او ازمویني په شفاف ډول سره اخیستل دي. د حقاني په خبره په دې ازمونیه کي به شاوخوا څلور زره دیني عالمان برخه ولري او په ازموینه کي تر بریالیتوب وروسته به یې اسنادونه د لیسانس په کچه وشمیرل سي.

د هلمند ولایتی ادارې په استازیتوب د هلمند امنیه قومندان مولوی عبدالحکیم مبارک راغلي پلاوي ته هر کلی ووایه او په هلمند کي یې د داسي یوې لویي پروسې پر مخ بیول یو ښه ګام یاد کړ او په وینا یې دیني علماوو رول په ټولنه کي خورا ارزښتمن دی او باید پاملرنه ورته زیاته سي.

 د لا ډیرو خبرونو لپاره زموږ فیس بوک پاڼه درسره لایک کړي.

د هلمند دولتي پوهنتون رئیس  پوهنیار محمد سورګل عبدالرحمان وایي، چي ددې ازمویني ګډون والو ته به تر بریالیتوب وروسته د لیسانس په کچه سندونه ورکول کیږي او که یې زده کړي تر لویي دورې هم لوړي وې هغوي ته به د ماسټرۍ او آن د دوکتورا په کچه هم معادل سندونه ورکول سي.

د پوهنتون استاد نذیر احمد رښتینی بیا په علمي برخه کي د داسي ازموینو اخیستل ښه یادوي، دده په خبره هر نظام او حکومت د خپلو ادارو د چلولو لپاره ظرفیتونو او علمي کسانو ته چي اسناد په واک ولري اړتیا لري چي دا پیل سوي بهیر دې برخه کي ډیره مرسته کولای سي.

ددې ازموینو له ګډون کوونکو یو شمیر کسان یې سکون راډيو سره د خبرو پرمهال خوښي وښودل چي داسي یو فرصت ورته برابر سوی دی، د دوی په خبره ډیر خوښ دي چي ازموینه کي برخه لري او د لویي دورې اسنادونه یې تر ازمویني وروسته د لیسانس په کچه شمیرل کیږي.

هلمند کي داسي د شاوخوا څلور زره دیني عالمانو د اسنادونو د ارزوني بهیر پیلیږي چي وړاندې یې ساري نه دی لیدل سوي.

حافظ احمد نصرت

سکون راډيو