ملګري ملتونه: افغانستان د اقليمي بدلون د اغېز له امله د نړۍ شپږم زيانمن هېواد دی .

Nov 7, 2022 - 10:40
 21
ملګري ملتونه: افغانستان د اقليمي بدلون د اغېز له امله د نړۍ شپږم زيانمن هېواد دی .

د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د نړیوالې غونډې له پیلېدو سره په افغانستان کې د دغه سازمان استازولي وايي، چې افغانان د دغو بدلونونو له امله له سخت حالت سره مخ دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال رامز الکبروف په یوه بیان کې چې پرون خپور شوی، په دغه هېواد کې له ویجاړونکو اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې لپاره د عاجلو او ګډو مرستو غوښتنه وکړه.

د اکبروف په دغه راپور کې افغانستان د اقلیم د بدلون له اړخه شپږم زیانمن هېواد بلل سوی دی.

د ملګرو ملتونو د دغه چارواکي په وینا، افغانستان له وژونکو طبیعي پېښو سره مخ شوی چې د مرګ‌ژوبلې ترڅنګ یې مالدارۍ، کرنې، کورونو او زېربناو ته هم ستر زیانونه اړولي دي.

د راپور په دوام کې ویل شوي چې، کمزوری اقتصادي نظام، د ټولنیزو او اقتصادي پروګرامونو نشتوالی، د چاپیریال بدلون او د څلور لسیزو جګړو اغېزو افغانستان د اقلیم د بدلون له امله په یوه خورا زیانګالي هېواد بدل کړی.

د اقلیم له بدلون سره د مبارزې ۲۷مه غونډه پرون د مصر په شرم الشیخ ښار کې پیل سوه.

د دې غونډې په درشل کې د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت ویلي افغانستان چې د اقلیم په بدلون کې یې هېڅ منفي رول نه‌دی لرلی خو، بیا هم له ناوړه اغېزو سره لاس او ګرېوان دی.

اعلامیې زیاته کړې افغانستان یوازې سږ کال د اقلیمي بدلون د اغېزو په سبب دوه میلیارده ډالره زیان لیدلی چې باید نړیواله ټولنه د دې تاوانونو په جبران کې ورسره لازمه مرسته وکړي.

د برېتانيا استازي الوک شرما، چې هېواد يې تېر کال د دغه سازمان دوره يې مشري په غاړه درلوده وويل، په تېرو دولسو مياشتو کې د اقليمي بدلون پر وړاندې د مبارزې په برخه کې تدبيرونه نيول شوي، خو زياته يې کړه، چې لا زيات کار ته اړتيا ده.

نوموړي وويل: "ګلخانه يي ګازونه به په ۲۰۳۰ کې شپږ ګیګاټن کم شي. دا مقدار په نړۍ کې د شنو خونو ګازونو اوسني مصرف کې ۱۲ فیصده کمښت سره متناسب دی.

راپور وړاندیز کوي چې د دې پېړۍ تر پایه به ځمکه یو اعشاریه او درجې سانتي ګراد توده سي."

سکون راډیو