د ا.ا.ا د خپل پخواني مشر ملا محمد عمر مجاهد قبر خلکو ته وښود.

Nov 7, 2022 - 10:28
 17
د ا.ا.ا  د خپل پخواني مشر ملا محمد عمر مجاهد قبر خلکو ته وښود.

چارواکو د زابل په سیوري ولسوالۍ کې د پخواني مشر ملا محمد عمر قبر خلکو ته وښود.

د ا.ا.ا  وياند ذبيح الله مجاهد پرون په ټويټر ليکلي، چې د ملا عمر مجاهد د قبر د ښودلو په مراسمو کې رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند او نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی وو.

ملا محمد عمر د ا.ا لومړنی مشر و، چې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ د دوی د حکومت لومړی درجه کس ګڼل کېده.

رسنۍ راپور ورکوي چې د هغه مړینه په ۲۰۱۵ کال کې په ډاګه سوه، په داسې حال کې چې د رسنیو په وینا ملا محمد عمر دوه کاله وړاندې په ۲۰۱۳ کال کې وفات سوی و.

سکون راډیو