د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کشره لوبډله له انګلستان سره مخ کېږي

Feb 1, 2022 - 10:50
 11
د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کشره لوبډله له انګلستان سره مخ کېږي

د افغانستان د کرکټ تر نولسو کلونو کشره لوبډله نن د نړیوال جام سیالیو په نیمه پای لوبه کې د انګلستان له ټیم سره لوبېږي.

دا لوبه به د افغانستان په وخت ماښام پنځه نيمې بجې د وېسټ انډیز په 'انتیګا' سټډیوم کې ترسره سي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي، افغان لوبډلې د دغې لوبې لپاره ښه چمتوالی نیولی: "د انګلستان لپاره هم افغان لوبډلې له څو ورځو راپه دیخوا په بېلابېلو برخو کې تمرینات ترسره کړي دي او انشاالله د یوه ښه او منظم پلان له مخې به د انګلستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته ولاړ سي، څو هلته ښه نتیجه ولري."

افغان لوبډلې نیمه پایلوبې ته د رسېدو لپاره د سر دوه لوبې له زیمبابوې او 'پي.اېن.جي' وګټلې او په منځلوبه یا کوارټر فاینل کې یې یوه حساسه لوبه له سرېلانکا وګټله. د دغو سیالیو دوهمه نیمه پایلوبه سبا د اسټرالیا او هند ټیمونو ترمنځ ده.