نن دوحه کې د طالبانو د استازو او امریکايي چارواکو ترمنځ خبرې پیلېږي

Nov 27, 2021 - 17:33
 4
نن دوحه کې د طالبانو د استازو او امریکايي چارواکو ترمنځ خبرې پیلېږي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي به نن- شنبې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټام وېسټ او ورسره پلاوي سره په دوحه کې د مفصلو خبرو لړۍ پیل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ وویل چې ښاغلی وېسټ به د دوو اونیو لپاره په دوحه کې پاتې شي.

امریکايي چارواکو ویلي دي چې له طالبانو سره به د ترورېزم پرضد د مبارزې، له افغانستانه د امریکايي وګړو او هغو افغانانو چې چې ژوند یې هلته تر ګواښ لاندې دی د وتلو، د بشري مرستو او د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه خبرې وشي.

خو طالبان د دې خبرو اجنډا ته له بلې زاویې کتنه کوي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "عمده مسایل چې بحثونه به پرې وشي دا دي چې د دوحې تړون ته باید درناوی وشي او په بشپړ ډول تطبیق شي، د افغانانو پیسې چې د امریکا او نورو بهرنیو په بانکونو کې کنګل شوي باید ازادې شي، بل دا چې باید بامفهومه ډپلوماټیکو اړیکو ته لاره پرانیستل شي، څو تعاملونه ته په مسوولانه ډول ترسره شي او هغه ننګونې او اندېښنې چې په مخکې پرتې دي له منځه ولاړې شي."

طالبانو د دوحې د موافقې پر اساس ژمنه کړې چې د افغانستان په قلمرو کې به تروریستي ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

امریکايي چارواکي وايي چې دا مسئله ورته مهمه ده، خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي چې داعش ډله د امریکا او ناټو د پوځي حضور پرمهال په افغانستان کې فعاله وه او زیاتوي چې د دوی حکومت د داعش شااوخوا ۶۰۰ غړي نیولي، له ۲۰۰ زیات یې وژلي او د دې ډلې له شلو زیاتې ځالې یې ویجاړه کړي دي.

هغه زیاته کړه چې طالبان غواړي د دې ډلې جرړې وباسي: "اسلامي امارت هڅه کوي دا پدیده چې پر نرمو او ملکي اهدافو عملیات کوي او ملکي وګړي په نښه کوي، جرړې یې له خپل هېواده وباسي."

د زمري په ۲۴مه نېټه، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ لومړی ځل خبرې د اکتوبر په ۹ او ۱۰مه په دوحه کې ترسره شوې او له هغه وروسته د امریکا ځانګړي استازي په پاکستان کې هم د طالبانو له مشرانو سره وکتل. له دې کتنې یوه اوونۍ وروسته ټام وېسټ له طالبانو سره د مالي مرستې او ډپلوماتیک ملاتړ لپاره د امریکا پر شرایطو چې د ترورېزم پر ضد مبارزه، د ټولشموله حکومت جوړول او ښځو او نجونو ته د انډول تعلیم او کار د امکاناتو برابرول دي، یو ځل بیا ټینګار وکړ.

نننۍ کتنه داسې مهال پلان شوې چې د طالبانو حکومت سختې هڅې پیل کړي دي څو نړیوال یې په رسمیت وپېژني.

له بلې خوا د هېواد اقتصاد په ډېر ناوړه وضعیت کې دی او د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالې موسسې په هېواد کې د یوه بشري بحران د پیل خبرداری ورکوي.